د افریقا استعمار ختمونه د ۱۹۵۰مې لسیزې د نیمایی او راوروسته څخه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د سړې جګړې پر مهال ترسره شوه او خپلواکو دولتونو ته د متسعمراتي حکومتونو د لېږد له کبله په دې لویه وچه کې بنسټیز رژیمي بدلونونه رامنځته شول. دا بهیر ډېری مهال له تاوتریخوالي، سیاسي ګډوډیو، پراخو ناآرامیو او منظمو پاڅونونو سره هم په شمالي هېوادونو او هم د صحرا سوېل هېوادونو کې مل و. یو څو یې پدې توګه یادولی شو: په فرانسوي الجزایر کې د الجزایر جګړه، په پرتګالۍ انګولا کې د انګولا د خپلواکۍ جګړه، په بلجیمي کانګو کې د کانګو کړکېچ، په برتانوۍ کینیا کې د ماوماو پاڅون او د بیافرا په جلاغوښتونکي آیالت کې د نایجریا کورنۍ جګړه.